ګوتریش په سوډان کې د جګړې پر دواړو غاړو غږ کړی چې د بشري مرستو د ډاډمنولو لپاره دې اقدامات وکړي
CMG2024/08/18 10:14:50
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش په ځايي وخت د اګست په ۱۷مه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د سوډان د حکومت د هغې پرېکړې ستاينه وکړه چې د دغه هېواد او چاد ترمنځ د ادرې سرحدي بندر د ۳ مياشتو لپاره پرانيستل شو. هغه وویل چې دا د سوډان په دارفور کې له سختې لوږې سره مخ میلیونونو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو تر ټولو مستقیمه او اغیزمنه لاره ده.

ګوټریس پر دې ټینګار وکړ چې په سوډان کې بېلا بېلې خواوې باید د نړیوال بشردوستانه قانون او دمخه منل شويو میتودونو سره سم خپلې دندې پر غاړه واخلي او د بشري لاسرسي د اسانتیا او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره مشخص او دوامداره اقدامات وکړي.  

د سوډان حکومت په ځايي وخت د اګست په ۱۵مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد او چاد ترمنځ د ادرې سرحدي بندر به د ۳ مياشتو لپاره پرانيزي ترڅو له چاد څخه د سوډان په لويديځ کې دارفور سيمې ته د بشري مرستو د رسولو اسانتياوې برابرې کړي.