د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس تو لام له چين څخه ليدنه پيل کړې
CGTN2024/08/18 10:45:17
شريکول:

د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دې هېواد دولت رئيس تو لام به د اګست له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې له چين څخه ليدنه وکړي. هغه د اګست د ۱۸مې نېټې په سهار په ځانګړې الوتکه کې د چين ګوانګ دونګ ولايت ګوانګ جو ښار ته ورسېد.

د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته چین لومړنی هېواد دی چې هغه ته یې سفر کړی دی. نوموړی پلان لري چې په ګوانګ جو ښار کې د چین او ويتنام له دوستو شخصيتونو سره د نظريو تبادله وکړي.