سوډان د روغتیا وزارت: په هېواد کې کولرا په پراخه کچه خپرېږي
CMG2024/08/18 10:21:42
شريکول:

د سوډان د روغتيا وزارت د اګست په ١٧مه نېټه وويل چې په دغه هېواد کې د کولرا ناروغي په پراخه کچه خپره شوې ده.

د سوډان د روغتیا وزیر هیثم ابراهیم په همدې ورځ د یوې اعلاميې په خپرولو سره وویل چې د سوډان حکومت او اغیزمنو سیمو د بیړني مداخلې اقدامات پلي کړي دي.