د افريقا د جنوبي برخو د پرمختګ ټولنې ۴۴مه سرمشريزه غونډه د اګست په ۱۷مه نېټه د زيمبابوې په پلازمېنه هراره کې تر سره شوه. دغې غونډې د سیمه ييز اقتصاد يووالي او صنعتي کېدو ته پاملرنه کړې.
د افريقا د جنوبي برخو د پرمختګ ټولنې د ۱۶ غړيو هېوادونو د حکومتي مشرانو او استازو په يادې غونډه کې ګډون کړی. د دې غونډې اصلي موضوع دا ده چې د نوښت له لارې د اقتصاد د دوامدار پرمختګ نوی فرصت پيدا کړي او د افريقا د جنوبي برخو د پرمختګ ټولنې د صنعتي کېدو لپاره هڅه وکړي. د زيمبابوې ولسمشر ايمېرسون دامبودزو منانګاګوا په همدې ورځ په رسمي توګه د انګولا د ولسمشر جواو مانويل ګونکالويس لوژنکو پر ځای د دې ټولنې نوی نوبتي رئيس ګرځېدلی دی.