د تايلند پخوانی لومړی وزير تاکسین شيناواترا د بند موده وبښل شوه
CGTN2024/08/18 15:02:12
شريکول:

د تايلند رسنيو د اګست په ۱۷مې نېټې شاهي فرمان خپور کړی،‌ چې د دې هېواد د پاچا د ۷۲مې کالیزې په مناسبت درې ډوله بندیانو ته بښنه شوې او دغه فرمان به داګست په ۱۸مه نېټه نافذ شي. د دې هېواد د پخواني لومړي وزير تاکسین شيناواترا وکيل تائيد هم کړې چې تاکسین د بند موده به وبښل شي.

د تايلند د نورو رسنيو د خبر له مخې، د دې هېواد د عدليې سرپرست وزیر هم ياد خبر تائيد کړی. د تاکسین د زندان موده به له ټاکلي وخت مخکې او د دې میاشتې په پای کې ختمه شي.

د معلوماتو له مخې،‌ د یاد فرمان  پر بنسټ به شاوخوا ۳۰ زره بندیان وبښل شي.