د روسيې رسنيو د اګست په ۱۷مه نېټه خبر ورکړ چې د اوکراين د پوځ ٢٤ سرتېري د روسيې په کورسک کې د روسيې پوځ ته تسليم شول. د اوکراین ولسمشر زیلینسکي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې اوکراین په کرسک کې خپل دفاعي ځواکونه پیاوړي کړي او د روسیې د نیول شوې خاورې ساحه یې پراخه کړې ده.
د روسيې د دفاع وزارت د روانې مياشتې په ١٧مه نېټه خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراين ٣٠٠ سرتېري او ٣١ زغره وال موټر له لاسه ورکړل شوي دي. د اوکراین د کورسک سیمې په جګړه کې دغه هېواد ۳۱۶۰ پوځیان او ۴۴ ټانکونه له لاسه ورکړي دي.