د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس تو لام د اګست له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې له چين څخه رسمي ليدنه کوي.
تو لام د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه د چين د ګوانګ دونګ ولايت ګوانګ جو ښار ته رسېدلی او د چین او ويتنام د دوستو شخصيتونو له استازو سره یې ليدنه کړې.
چين او ويتنام ښه ګاونډي هېوادونه دي، کلتورونه او هیلې يې ورته دي او ګډ برخلیک لري. تو لام په ياده ليدنه کې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ پخوانی دوستانه تګ راتګ ياد کړی او ویلي يې دي، چې هېواد يې د ويتنام او چين دوديزې دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او تل به له چين سره د اړیکو پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي.