د اسرائیلو په تازه بمبارۍ کې غزه کې د يوې کورنۍ ۱۶ غړي وژل شوي
CGTN2024/08/19 11:16:41
شريکول:

حماس د اګست په ۱۷ مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، اسرائيلي ځواکونو د غزې پر مرکزي سيمې چې ګڼ شمېر بې کوره وګړي پکې ميشت دي، مسلسلې بمبارۍ کړې او له امله يې د څو ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۱۶ غړي ټول وژل شوي.

اسراییل لوري ويلي چې په یادو عملیاتو کې په غزه کې پوځي اهداف په نښه شوي او دا چې ملکي کسان پکې وژل شوي یا نه، د دې لپاره پلټنه په کار ده.

د حماس په اعلاميه کې راغلي، اسرائیلي ځواکونو د غزې د يادې سيمې اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی او نړيواله ټولنه دې پر عامو وګړو د اسرائيلي ځواکونو د زورزیاتي  او جنایتونو د مخنيوي لپاره کار وکړي.

د اسرائيلو دفاع وزارت د اګست په ۱۷ مه په خپله اعلاميه کې ويلي، چې د غزې تړانګې په منځني او جنوبي سيمو کې يې پوځي عمليات دوام لري او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې جنګي الوتکو څه باندې ۴۰ اهداف په نښه کړي، چې د وسلو زېرمې پکې شاملې دي.