د چین ميډيا ګروپ او جه جيانګ پوهنتون په ګډه هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ پيل کړې
CGTN2024/08/19 15:51:35
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د اګست په ۱۹مه نېټه له جه جيانګ پوهنتون سره د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د چوکاټ تړون لاسليک کړی.

د چین ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ، د جه جيانګ پوهنتون د کمونېست ګوند څانګې منشي ژن شاو بو او د دې پوهنتون مشر دو جيانګ فنګ د ياد تړون د لاسليک په مراسمو کې ګډون کړی.

د ياد تړون له مخې،‌ دواړه خواوې به د ميکانيزم د ابادۍ، د محتوياتو د جوړونې، د تبادلې او همکاريو، د استعداد لرونکو کسانو د روزنې او د فکري مرکزونو د خدمتونو په برخو کې ژورې همکارۍ وکړي، څو د چين تخنیکي او کلتوري توان لوړ کړي او د نړيوالو رسنيو د وضعيت د ښه کېدو لپاره هڅه وکړي.

د دې تر څنګ، دواړو خواوو هم د AIGC د ګډ نوښتي لابراتوار د جوړونې اعلان کړی.