روسيه: کورسک ایالت مو بیا تر کنټرول لاندې کړ
CGTN2024/08/19 11:24:33
شريکول:


د روسيې تاس خبري اژانس د اګست په ۱۸ مه د دغه هېواد د وسله والو ځواکونو د پوځي او سياسي چارو رياست مرستيال ارودينوف په قول خبر ورکړ، چې ځواکونو يې په کورسک ایالت کې ګڼ شمېر اوکرايني عسکر وژلي دي.

د اوکراين د هوايي ځواکونو قوماندان اوليکسوک د اګست په ۱۸ مه وويل، ځواکونو يې د کورسک ایالت پر يو بل مهم پله بريد کړی دی.

ارودينوف تاس خبري اژانس ته ويلي، چې اوکرايني ځواکونو هڅه کوله په کورسک ایالت کې د روسيې دفاعي جبهه ماته کړي، خو هڅه يې ناکامه شوې ده.

د روسيې دفاع وزارت د اګست په ۱۸ مه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوکرايني ځواکونو په کورسک ایالت کې ۳۰۰ عسکر او ۶ ټانکونه له لاسه ورکړل او پدې سره يې تراوسه په دغه ايالت کې  د وژل شویو عسکرو شمېر ۳۴۶۰ او له منځه تللو ټانکونو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی.