د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئیس شي جين پينګ د اګست د ۱۸ مې نېټې پر سهار په پلازمېنه بېجينګ کې د خلکو لوی تالار کې د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي او د دولت له رئيس تو لام سره خبرې وکړې.
شي جين پينګ وويل، چين تل له خپلو ګانډيو هېوادونو سره په اړيکو کې ويتنام ته لومړيتوب ورکوي او له ويتنام ملاتړ کوي، چې د دغه هېواد د کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې له خپل وضعيت سره سمه سوسياليستي لار ووهي او د اصلاحاتو او ورخلاصون او د هېواد د سوسياليستي عصري کولو چارو ته وده ورکړي.
شي جين پينګ زياته کړه، د چين او ويتنام کمونېست ګوندونه د واکمنو ګوندونو په توګه دې خپلې دوديزې دوستۍ ته دوام ورکړي، خپل ګډ اصلي اهداف په ياد وساتي، د کمونېست ګوند په مشرۍ او سوسياليزم ټينګار ولري، د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې ګډې ابادۍ ته دوام ورکړي او د نړۍ د سوسيالیستي چارو د پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.