د سوډان حکومت قاهرې ته پلاوی لېږي
CMG2024/08/19 11:17:50
شريکول:

د سوډان د ملي حاکميت کمېټې د اګست په ۱۸مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد حکومت به د مصر پلازمېنې قاهرې ته يو پلاوی ولېږي او د تېر کال په مې مياشت کې د سعودي عربستان په جده کې د لاسليک شوي تړون پر پلي کولو بحث وکړي.

يادې کمېټې په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، د سوډان حکومت له امريکا او مصر سره تر سلامشورې وروسته پرېکړه کړې چې د جده تړون د پلې کولو په پار قاهرې ته يو پلاوی ولېږي.

د سوډان شخړې د ختمولو په پار د امريکا په مشرۍ د دواړو ښکېلو خواوو ډيالوګ د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه د سويس په جينيوا کې پيل شوی. سعودي عربستان او سويس د دغه ډيالوګ کوربتوب کړی، د افريقا ليګ، مصر، عربي متحده امارات او ملګري ملتونه د کتونکو په توګه پکې ګډون لري.

( سپوږمۍ)