لی چیانګ د فيجي له صدراعظم سره خبرې اترې وکړې
CGTN2024/08/19 11:07:02
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د اګست په ۱۸مې نېټې په بېجينګ کې د فيجي له صدراعظم سيتيوېني رابوکا سره خبرې اترې کړې.

لي چيانګ ويلي، فيجي د ارام سمندر ټاپوګانو لومړی هېواد دی،‌ چې له چين سره رسمي اړيکې تينګې کړې. چين تل فيجي په جنوبي ارام سمندر کې تر ټولو مهم همکار بللی دی. د هغه په وينا، هېواد يې غواړي له فيجي سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ همکارۍ پياوړې کړي، د کمربند او لارې د ګډې باکيفيته ابادۍ تر چوکاټ لاندې د اساسي تأسيساتو، زراعتي چارو، د کب نيونې، سپکو صنايعو، پوهنې، سيلانيزو چارو او د بېوزلۍ د کمولو په برخو کې همکارۍ ژورې کړي، څو ګډ پرمختګ تر سره کړي.

رابوکا ويلي، چې هېواد يې تل چين باوري همکار بللی. د هغه په وينا، فيجي د يو چين  پېژندنې پر اصل ټينګار لري،‌ د کمربند او لارې له ګډې ابادۍ او د پرمختګ له نړيوال وړانديز څخه ملاتړ کوي او غواړي چې له چين سره د سوداګرۍ،‌ اساسي تأسيساتو، زراعتي چارو، د کب نيونې،‌ سيلانيزو چارو او د تګ راتګ په برخو کې همکارۍ ژورې کړي، څو د فيجي او چين ترمنځ‌ اړيکې پراخې کړي.