د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اګست په ۱۹مه نېټه د باکيفيته پرمختګ د ودې په اړه خبري ناسته تر سره کړې.
په ياده ناسته کې د چين د ګډوالو ملي ادارې مرستيال ليو های تاو ويلي، چې دغې ادارې چين ته د بهرنیانو د سفرونو د اسانه کېدو لپاره څه باندې ۱۱۰ تدبيرونه صادر کړي، څو چين ته د راغلو بهرنيانو شمېر زيات شي. تر اوسه پورې د ۱۴۴ ساعتو پاتې کېدو لپاره د ويزې پرته سفري تګلارې د چين په ۳۷ بندرونو کې د ۵۴ هېوادونو د اتباعو لپاره پلې شوې دي.