د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د اګست د ۱۸مې نېټې په شپه په يوه ټلويزيوني وينا کې ويلي، د روسيې پر کورسک اوبلست ايالت د دغه هېواد د بريدونو يوه عمده موخه په روسيه کې د يو بې طرفه زون جوړول دي.
ولسمشر زيلنسکي څرګنده کړه، اوس د اوکرايني ځواکونو پر وړاندې د دفاعي عملياتو تر ټولو لومړنۍ دنده د روسي لوري د جنګي وړتيا کمزورتيا او تر وسې پورې د ځوابي عملياتو تر سره کول دي.
اوکرايني ځواکونو د روانې مياشتې له ۶مې نېټې څخه د روسيې پر کورسک اوبلست ايالت بريدونه پيل کړي دي. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اګست په ۱۲مې نېټې ويلي، روسيه به په سرحدي سيمو کې د اوکرايني پاروونکو کړنو ته سخت ځوابونه ورکړي.