د روسيې د بهرنيو چارو وزیر سرګي لاوروف د اګست په ۱۹مه نېټه ويلي، چې د نورډ سټريم د طبيعي ګازو پر پایپ لاید بريد په ښکاره ډول د امریکا په ملاتړ شوی دی، ځکه بريدګر د امريکا له مرستې پرته به توانېدلي نه وای، چې ياد پایپ لاین ويجاړ کړي.
لاوروف په همدې ورځ د روسيې له رسنيو سره په مرکه کې ویلي ، که څه هم ځینې جرمني رسنۍ وایي چې ځينو اوکراینیانو په دې پېښه کې رول لوبولی، خو "واضح" ده چې هغوی په خپل سر دغه کار نه دی کړی. هغه ټینګار وکړ چې جرمني باید د دغه پایپ لاین د انفجار په اړه ټولو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او په وينا يې، روسیه به شفاف نړیوال تحقیق ته دوام ورکړي.