د پاکستان د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ملي ادارې د اګست په ۱۹مه نېټه د راپو د خپرولو سره ويلي، د سږ کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه په دغه هېواد کې سخت بارانونه شوي او له امله يې لږ تر لږه ۲۱۵ کسان وژل شوي او ۴۰۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
په راپور کې راغلي، د پاکستان په ختيځ کې پنجاب ايالت او په شمال لوېديځ کې خيبر پښتونخوا ايالت تر ټولو سختې سيلاب ځپلې سيمې دي، چېرته چې د سختو بارانونو له امله سېلابونو لږ تر لږه ۸۶ او ۶۵ کسان وژلي دي.
همدا راز د دغو بارانونو له امله په پاکستان کې ۲۵۰۰ کورونه، ۳۱ پلونه او ۴۴ کيلومتره سړکونه ويجاړ شوي دي.