ملګري ملتونه: په سوډان کې د سيلابونو له امله زيانمنو ته د بشري مرستو د رسولو چارې له ستونزو سره مخ دي
CMG2024/08/20 16:15:33
شريکول:

د ملګرو متلونو د خوړو نړيوال پروګرام د اګست په ۱۹مه نېټه د سوډان په اړه تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې د روان کال له جولای راهيسې د دغه هېواد په ډېرو ځايونو کې سخت سيلابونه رامنځته شوي او له امله يې زيات سړکونه او پلونه ويجاړ شوي چې په دغه هېواد کې يې د بشري مرستو د رسولو چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

په دغه راپور کې ويل شوي، چې په سوډان کې له ۵۰ څخه زيات د مرستو ليږدولو موټر  په ويجاړو لارو کې بند پاتې شوي. په دغو موټرو کې ۴۸۰۰ ټنه خواړه بار دي چې د پلان له مخې به څه باندې ۵۰۰ زرو اړمنو کسانو ته وويشل شي.

په راپور کې همدرانګه راغلي، چې په سوډان کې شاوخوا ۳ ميليونه او ۶۰۰ زره ماشومان او يو ميليون او ۲۰۰ زره اميدوارې ښځې او شيدې ورکونکې ميرمنې په خوارځواکۍ اخته دي او د سيلابونو له امله رامنځته شوې ساري ناروغۍ هم د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.