د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال تانګ ون هونګ د اګست په ۲۰مه نېټه د دغه هېواد د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې د ۲۰۲۴م کال لپاره د چين او افريقا تر منځ د همکاريز فورم سرمشريزه غونډه به د سپتمبر له ۴مې نېټې څخه تر ۶مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شي.
نوموړي زياته کړه، له تېرو څو کلونو راهيسې، د چين او افريقا تر منځ همکارۍ ډېرې لاسته راوړنې لري او د چين او افريقا خلکو ته يې ګټې رسولې دي.
چين او افريقا له ۲۰۲۱م کال څخه په ګډه نهه پروژې پيل کړې او په تېرو ۳ کلونو کې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګريزې همکارۍ پرمختګ کړی دی. په تېرو څو کلونو کې، چين د افريقا له کرنيزو چارو سره د مرستې په پار ۵۰۰ د کرنيزو چارو کارپوهان ورليږلي او له ۹ زرو زيات پروسنل يې روزلي چې په افريقا کې يې د کرنيزو چارو د عصري کېدو له بهيره ډېر ملاتړ کړی دی.