پنګ لي يوان د ويتنام د دولت رئيس مېرمن نګو پهونګ لي سره خبرې اترې وکړې
CMG2024/08/20 10:48:17
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي او د دولت د رئيس مېرمنې پنګ لي يوان د اګست د ۱۹مې نېټې په سهار په پلازمېنه بېجينګ کې د خلکو لوی تالار کې د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي او د دولت د رئيس له مېرمنې نګو پهونګ لي سره يو ځای چای څکلی او خبرې اترې يې کړې.

پنګ لي يوان په خبرو کې ويلي، چې چين او ويتنام ښه ګاونډي هېوادونه دي او دواړه هېوادونه د کلتور، ادب، هنر، خوړو او نورو برخو کې ډېر مشابهتونه لري.

نوموړې هيله ښودلې، چين او ويتنام خپلمنځي راکړې ورکړې او همکارۍ پياوړې وکړي، یو بل لا ښه وپېژني او خپلمنځي دوستي پياوړې کړي.

نګو پهونګ لي په خبرو کې ويلي: زه د چين له کلتور سره ډېر مينه لرم، هيله ده چې ويتنام او چين د کلتوري تبادلې په برخه کې همکارۍ ژورې کړي. نوموړې همدارنګه هيله ښودلې، چې د ښځو او د ځونانو تر منځ تګ راتګ او پوهاوی زيات کړي او د خلکو دوستي تقويه کړي.