ګوټريش له حوثي وسله والو د م.م د کارکوونکو د سمدستي خوشي کولو غوښتنه کړې
CGTN2024/08/20 10:55:41
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش د اګست په ۱۹مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د ملګرو ملتونو، د یو شمېر هېوادونو د حکومتي ادارو او غير حکومتي سازمانونو، ډيپلوماتيکو پلاويو  او نورو مدني ټولنو يو شمېر کارکوونکي د يمن حوثي وسله والو لخوا له څه باندې دوو مياشتو راهیسې بند شوي او حالت يې ډېر د اندېښنې وړ دی. انټونيو ګوټريش له حوثي وسله والو څخه غوښتي، چې ياد کارکوونکي سمدستي له شرط پرته خوشي کړي.

په ياده اعلاميه کې راغلي، اوس په یمن کې بشري وضعیت ډېر خراب دی او ملګري ملتونه د يمن په خلکو د دې وضعيت د ناوړو اغېزو د کمولو په هڅه کې دی، خو تر هر څه لومړی يې د کارکوونکو امنيت باید تامين شي.