د سيشل جمهوریت ولسمشر واول رمکلون په دې وروستيو کې د چين ميډيا ګروپ له خبريالانو سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې ((کمربند او لار)) طرحه روښانه او دواملرونکی راتلونکی لري او بېلابېلې خواوې پکې ګډې همکارۍ کوي.
نوموړي ((کمربند او لار)) يوه غوره طرحه بللې او په وينا يې، سيچل پدې طرحه کې د يوه غړي په توګه له دې طرحې ډېرې ګټې ترې اخيستې دي.
نوموړي زياته کړه، چې سيشل له چين سره د متقابل درناوي پر بنسټ ګډې همکارۍ کوي او اړوندې مسئلې يې د ډيالوګ او د نظر تبادلې له لارې هواروي.