د کوريا جمهوريت مدني ټولنې د پوځي تمرين ضد احتجاجي غونډه تر سره کړې
CMG2024/08/20 18:40:27
شريکول:

د کوريا جمهوريت د سولې او يووالې بنسټ په نوم مدني ټولنې د اګست د ۱۹مې نېټې په سهار د دغه هېواد په پلازمېنه سيول کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته د هغه پوځي تمرين پر ضد احتجاجي غونډه تر سره کړې، چې د کوريا جمهريت او امريکا ځواکونو په همدې ورځ د يو ايف ايس په نوم پيل کړی و.

ځايي وګړو د ياد پوځي تمرين د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

يادې ټولنې ويلي، چې د کوريا جمهوريت او امريکا ځواکونو پوځي تمرينونه به په کوريا ټاپووزمه کې د جنګ د بحران او د ذروي بحران د رامنځته کېدو امکان زيات کړي.

د مالوماتو له مخې، دغه پوځي تمرين د اګست د ۱۹مې نېټې له سهاروختي څخه پيل شوی او د روانې مياشتې تر ۲۹مه نېټې به دوام ولري.