د چين سفير: چين د وسلو د سوداګرۍ تړون ټينګ ملاتړ کوونکی، عملي کوونکی او خدمت کوونکی دی
CMG2024/08/21 10:43:02
شريکول:

د وسلو کمښت په چارو کې د چين سفير شن جيان د اګست په ۱۹مه نېټه د يوه پلاوي په مشرۍ د وسلو د سوداګرۍ تړون د لاسليکوونکو هېوادونو په لسمه غونډه کې ګډون کړی او ويلي يې دي، چې چين تل د نوموړي تړون ټینګ ملاتړ کوونکی او وفادار عملي کوونکی او د وسلو سوداګرۍ د نړيوالې ادارې خدمت کوونکی دی.

ښاغلي شن جيان يادې غونډې ته په خپله وينا کې دې ته اشاره کړې، چې د وسلو سوداګرۍ تړون د ملګرو ملتونو تر چوکاټ لاندې د عامو وسلو د سوداګرۍ په اړه يوازېنی نړيوال قانوني سند دی او د نړيوالې سولې او ثبات د ساتنې او د نړيوال امنيت د ادارې لپاره ځانګړی ارزښت لري. چين په ۲۰۲۰م کال کې په رسمي توګه دغه تړون لاسليک کړی او په دې سره يې د نړيوال اداري سيسټم د خونديتوب، د څواړخيزم د ملاتړ او د بشر د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په اړه خپل صميميت او هوډ څرګند کړی.