د اذربايجان خارجه وزارت د اګست په ۲۰مه نېټه اعلان وکړ چې دغه هېواد د برېکس په همکاريز ميکانيزم کې د ګډون غوښتنليک رسماً وړاندې کړی دی.
د اذربايجان خبري اژانس د خبر له مخې، د دغه هېواد د خارجه وزارت وياند په همدې ورځ ياد خبر اعلان کړی دی.
د روان کال په جولای مياشت کې د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو شورا ۲۴مه غونډه د قزاقستان په استانه کې تر سره شوه. اذربايجان په دې ترڅ کې اړوند نيت څرګند کړی و.
( سپوږمۍ)