د جاپان د ازادې ډيموکراسۍ ګوند د مشر ټاکنې به د سپتمبر په ۲۷مه نېټه تر سره شي
CMG2024/08/21 10:43:51
شريکول:

د جاپان د ازادې ډيموکراسۍ ګوند د اګست په ۲۰مه نېټه د مشر د ټاکنو کمېټې غونډه تر سره کړه او پرېکړه يې کړې، چې د سپتمبر په ۲۷مه نېټه به د دغه ګوند د مشر د ټاکنو رايګيري تر سره شي او د ټاکنو اعلاميه به د سپتمبر په ۱۲مه نېټه خپره شي.

د نوموړي ګوند د مشر په توګه به د جاپان د لومړي وزير فوميو کيشيدا د ماموريت موده د سپتمبر په ۳۰مه نېټه پای ته ورسېږي. هغه له دې مخکې د دغه ګوند د راتلونکې دورې مشر په ټاکنو کې غيابانه پرېکړه اعلان کړې.

د جاپان د ازادې ډيموکراسۍ ګوند د ټاکنو منشور له مخې، د ګوند د نوي مشر ټاکنې په هرو درېيو کلونو کې جوړيږي او نوی مشر بايد د موجوده مشر د ماموريت مودې له پای ته رسېدو ۱۰ ورځې دمخه د رايګيرۍ له لارې انتخاب شي.