د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي د اګست د ۱۹مې نېټې په شپه ويلي، ځواکونو يې د روسيې د کورسک اوبلست ايالت څه باندې ۱۲۵۰ مربع کيلومتره ځمکې کنټرول ترلاسه کړی دی.
د روسيې دفاع وزارت د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ، ۳ نوي ځواکونه به جوړ کړي چې په جلا جلا توګه به يې د کورسک اوبلست، بېلګرود او بريانسک ۳ ايالتونو ځمکې او ولسي وګړي خوندي وساتي.