د مصر ولسمشر په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه
CMG2024/08/21 15:32:36
شريکول:

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د اګست په ۲۰مه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انټوني بلينکن سره په ليدنه کې ويلي، چې په غزه کې د اوربند هوکړې ته رسېدو وخت رارسېدلی دی.

د مصر د ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، دواړو خواوو په دوحه کې د غزې د اوربند د خبرو د پايلو او په قاهره کې د راتلونکو خبرو اترو د پرمختګ د تر لاسه کولو په اړه نظر تبادله کړی دی.

عبدالفتاح السيسي ويلي، د دوامدر جنګ د پای ته رسولو، د مسئلې د ډيپلوماتيک  او سوله ييز حل وخت رارسېدلی دی.