لي چيانګ روسيې ته سفر وکړ
CMG2024/08/21 10:28:57
شريکول:

د چين صدر اعظم لي چيانګ د اګست د ۲۰مې نېټې په سهار د خپل روسي سيال ميخايل ولاديميرويچ ميشوستين په بلنه په ځانګړې الوتکې سره له بېجينګ څخه د روسيې پر لور خوځېدلی دی. هغه به په مسکو کې د چين او روسيې صدراعظمانو په ۲۹مه کتنه کې ګډون وکړي او له دغه هېواد څخه به رسمي ليدنه وکړي.

د صدراعظم لي چيانګ ځانګړې الوتکه پر ځايي وخت د ۲۰مې نېټې په ماسپښين مسکو ته رسېدلې او روسي لوري د ده د هرکلي درانه مراسم ځای پر ځای کړي دي.

لي چيانګ په هوايي ډګر کې په خپلې کتبي وينا کې ويلي، د چين او روسيې اړيکې له تېرو ۷۵ کلونو راهيسې د نړۍ له سترو بدلونو څخه تېرې شوې او تر اوسه قوي ساتل کېږي. په نوې زمانه کې د چين او روسيې اړيکې به د رئيس شي جين پيڼګ او ولسمشر ولاديمير پوټين په ستراتيژيکې لارښوونې سره نوی خوځنده ځواک رامنځته کړي، خپلمنځي متقابل سياسي باور به لا نور هم ټينګ کړي، په مختلفو ساحو کې همکاريزې لاسته راوړنې به لا زياتې کړي، د خلکو ترمنځ دوستي به لا ژوره کړي، په نړيوالو چارو کې خپلمنځي همغږۍ به لا نژدې کړي او د نړيوالو اړيکو او د دوو لويو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه نمونه به وګرځي.