د اروپايي ټولنې کمېسيون د اګست په ۲۰مه نېټه برېښنايي موټرو خپلو اړوندو تصديو ته د چين د مالي مرستې پر ضد د پلټنې اخرنی حکم صادر کړی.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند په همدې ورځ د اروپايي ټولنې د دغه اخرني حکم په اړه ويلي، چې اروپايي ټولنې په دې حکم کې د چين نظريې له پامه غورځولې، پر غلطو کړنو يې ټينګار کړی، د چين له برېښنايي موټر څخه د لوړو مالياتو د اخيستولو حکم يې کړی او د پلټنې د نمونو په انتخاب کې يې د بېلا بېلو ډولو چيني تصديو په اړه يې بېل سلوک غوره کړي. اروپايي ټولنې د هغه ډول حقيقت پر بنسټ اخرنی حکم کړی، چې په يواړخيزه توګه يې پېژندلی، نه دا چې د دواړو خواوو له خوا منل شوی دی. چين له دغې کړنې سره کلک مخالفت کوي او ورته لوړه پاملرنه کوي.
چين څو څو ځله څرګنده کړې، چې اروپايي ټولنې د خپل ګمان له مخې د چين د برېښنايي موټرو پر ضد پلټنه تر سره کړې او د پلټنې په بهير کې يې کړنه د حقيقت، عدالت، بې تبعيض توب او شفافيت له اصولو څخه سرغړونه ده او هم د سوداګرۍ نړيوال سازمان له مقرراتو سره سمون نه لري.