د اسرائيل دفاع وزیر یواف ګالانت د سپتمبر په ۲۱مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې ځواکونو يې په غزې کې د حماس رفح لوا ماته کړې او په سيمې کې يې تر ځمکو لاندې شاوخوا ۱۵۰ تونلونه کشف او ويجاړ کړي دي.
د اسرائيل د صدراعظم دفتر په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې هغه خبر بې بنسټه بللی، چې ګواکې صدراعظم نيتانياهو له صلاح الدين دهليز څخه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې ده.
اعلاميه وايي، نيتانياهو د اسرائيل د امنيتي کابينې پر ټولو ټاکلو موخو ټينګار لري او په دې جملې کې دا موخه هم شامله ده، چې غزه به په راتلونکې کې اسرائیل ته بیا ګواښ او سرخوږی نه جوړوي.