د روسیې هوايي ځواکونو ۱۰ بې پېلوټه الوتکې ویشتلي
CMG2024/08/22 11:56:09
شريکول:

د روسیې د پلازمېنې مسکو ښاروال سیرګي سوبیانین د اګست په ۲۱مې نېټې پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړی، چې هوايي ځواکونو يې لس بې پېلوټه الوتکې ويشتلې دي.

نوموړي ويلي، یادې الوتکې د پلازمېنې مسکو پر لوري روانې وې، خو موخې ته له رسېدو وړاندې د روسي ځواکونو له لوري په نښه او رانسکورې کړې يې دي.

سیرګي سوبیانین ويلي، چې د يادو الوتکو د رانسکورېدو پرمهال چا ته ځاني او مالي زيان نه دی رسیدلی او د روسیې د بیړنۍ څانګې پرسونل د پیښې په ځای کې په پلټنې بوخت دی.

د روسيې د برايانسک ایالت والي هم په ورته مهال پر ټولنيزو رسنيو ویلي، چې د روسيې هوايي دفاعي سيسټم د همدې ورځې په سهار په دغه ايالت کې ١١ بې پيلوټه الوتکې را نسکورې کړې دي او په پېښه کې چا ته ځاني او مالي زيان نه دی اوښتی.