په سوډان کې د سختو بارانونو له امله ۱۱۴ کسان مړه شوي
CGTN2024/08/22 15:05:33
شريکول:

د سوډان روغتيا وزارت د سپتمبر په ۲۱مې نېټې ويلي، چې د روان کال له جون راهيسې د دې هېواد په څو ایالتونو او سيمو کې د سختو بارانونو او سيلابونو له امله ۱۱۴ کسان مړه او ۲۸۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

یاد وزارت په همدې ورځ يوې اعلاميې کې ويلي، چې د هېواد د لسو ایالتونو په ۴۷ سيمو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله د شاوخوا ۲۷ زرو کورنيو څه باندې ۱۱۰ زره کسان زیانمن شوي، چې په دې جملې کې د دغه هېواد شمالي ايالتونه او د نيل سيند پر غاړه پرتې سيمې سختې ځپل شوې دي.

اعلاميه وايي، ياد وزارت د سيلابونو او ناورين پر وړاندې د مقابلې لپاره ډېر تدبيرونه نيولي، خو د ټرانسپورټي وسيلو د کمښت او د لارو او امنيتي وضعيت د خرابوالي له امله ځينې سیمې سختې ځپل شوي او وګړي يې په ستونزو کې ګير پاتې دي.