د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې لوی دفتر او د دولتي شورا لوی دفتر د اګست په ۲۱مې نېټې بازار ته د لاسرسي سيسټم د ښه والي په پار رسمي سند خپور کړی دی.
دا د چين لومړی سند دی، چې بازار ته د لاسرسي سیسټم د ښه والي په پار یې خپور کړی دی.
په دغه سند کې د سمندر، فضا، ژوند او روغتیا، نوې انرژۍ او مصنوعي ځيرکتیا په ګډون د نویو چارو بازار ته د لاسرسي ځانګړي ترتیبونه بيان شوي دي.
د نظر خاوندان په دې باور دي، چې دغه سند به د نوي کیفیت تولیدي ځواک له اړوندو معیارونو او سیمه ییزو شرایطو سره سم په خوځښت راوالي.