د تونيس صدراعظم: له چين سره به اقتصادي همکاريز فرصتونه شريک کړو
CMG2024/08/22 10:34:06
شريکول:

د تونيس صدراعظم کامل مدوري له چين سره د دوستانه اړيکو لوړه ارزونه کړې او ويلي يې دي، چې هېواد به یې له چين سره اقتصادي همکاريز فرصتونه شريک کړي او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره به ورسره ګډې هڅې وکړي.

مدوري د اګست په شلمې نېټې په تونيس کې د چين له لوی سفير وان لي سره د لېدنې په ترڅ کې ويلي، چې روان کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له شپېتمې کاليزې سره برابر دی.

د تونیس ولسمشر قیس سعيد څه موده دمخه له چین څخه ليدنه وکړه او د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزو اړيکو پرمختګ یې په خوځښت راوستلی دی.

په تونيس کې د چين لوی سفير وان لي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد به يې له تونيس سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهمو ګډو نظريو د پلې کولو، د سیاسي متقابل باور د لا ټينګېدو، په بېلا بېلو برخو کې د خپلمنځي همکاريو د لا پياوړتيا او د دوه اړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د لا ژورتيا لپاره ډېرې هڅې وکړي.

دواړو خواوو د چین او افريقا د همکارۍ فورم د سرمشريزې په باب هم بحثونه کړي دي.

ټاکل شوې، یاد فورم به د سپتمبر له څلورمې نېټې څخه تر شپږمې نېټې پورې د چين پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شي.