داعش د عراق په شمال کې د يوې کورنۍ ۶ غړي وژلي
CMG2024/08/22 11:55:38
شريکول:

د عراق پولیسو د اګست په ۲۱مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې داعشي وسله والو د همدې ورځې په سهار صلاح الدين ايالت کې د يوې کورنۍ ۶ غړي وژلي دي.

د عراق د صلاح الدين ايالت یوه پولیس محمد بازي رسنیو ته ویلي، داعشي وسله والو یاد کسان د صلاح الدين ايالت سامره ښار ته نږدې په یوه کلي کې په ډزو وژلي، چې پکې د يوه کور یو نارينه، دوه ښځې او درې ماشومان شامل دي.

بازي ویلي، د عراق امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې يې پېل کړې دي.