تاس خبري اژانس د اګست په ۲۱مې نېټې د روسيې د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې خبر ورکړی، چې اوکراين ځواکونو د همدې نېټې تر سهار پورې په کورسکايا اوبلست ايالت کې ۳۱ کسان وژلي او ۱۴۳ یې نور ټپيان کړي دي.
خبر وايي، په کورسکايا اوبلست ايالت کې د اوکرايني ځواکونو د بريدونو له امله ۷۹ کسان، چې ۴ ماشومان هم پکې شامل دي، په روغتونونو کې بستر شوي دي.
تاس خبري اژانس د ځينو ټپيانو حالت نازک ښودلی دی.