د اګست ۲۱مه د ترهګرۍ د قربانيانو د ياد او درناوي له نړيوالې ورځې سره برابره وه. ملګرو ملتونو په همدې ورځ د ترهګرۍ د قربانيانو او ترې ژوندي پاتې کسانو ته د خواشينۍ او درناوي مراتب وړاندې کړل او خلک يې دې ته يادونه کړې، چې ترهګري په نړۍ کې هيڅ ځای نه لري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش په همدې ورځ د سولې غږ په عنوان يو لوړ پوړي انلاين فعاليت ته وينا کړې او ويلي يې دي، چې ترهګريزو کړنو خلکو ته له اټکل وتلي غمونه ورکړي، غمځپلو کورنيو او ټولنو ته يې دايمي بدلونونه رسولي او پر زړونو يې ورته تلپاتې داغونه ايښودلي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۲۰۱۷م کال کې يو پرېکړه ليک تصويب کړ او د هر کال د اګست ۲۱مه نېټه یې د ترهګرۍ د قربانيانو د ياد او درناوي ورځ په نوم ونوموله.