د پاکستان پوليسو د اګست په ۲۲مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په همدې ورځ د دغه هېواد په پنجاب ايالت کې د پوليسو پر ۲ موټرونو بريد شوی، چې له امله يې ۱۱ پوليس وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
ياد بريد د پنجاب ايالت په رحيم يار خان سيمه کې هغه مهال شوی، چې شاوخوا شل پولیس له دندې وروسته تاڼې ته روان وو.
مالومات ښيي، چې د پنجاب پوليسو پر يادو موټرو د راکټي بم برید شوی او ځيني پولیس تری تم دي او اړوند ادارې يې په لټه دي.