لي چيانګ د بېلاروس له ولسمشر لوکاشينکو سره وليدل
CMG2024/08/23 14:45:02
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د اګست د ۲۲مې نېټې په سهار د  بېلاروس په خپلواکې ماڼۍ کې د دغه هېواد له ولسمشر اليکساندر لوکاشينکو سره ليدلي دي.

لي چيانګ ولسمشر لوکاشينکو ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او پېرزوينې وړاندې کړي او د چين او بېلاروس ترمنځ سياسي اړيکې يې له ۳۲ کلونو راهيسې سمسورې او فعالې بللې دي.

نوموړي ويلي، د چين او بېلاروس مشرانو په تېرې جولای کې په استانا کې غونډه ترسره کړې او د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا په اړه يې ستراتيژيک ترتیبات برابر کړي دي.

لي چيانګ هيله ښودلې، چې چين او بېلاروس د دواړو مشرانو مهمې ګډې هوکړې پلې کړي، د دواړو هېوادونو د هر فصل هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو ته د لوړې کچې پرمختګ ورکړي او په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.

لوکاشينکو ويلي، د بېلاروس او چين ترمنځ اړيکې د تاريخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي او د اصلي ګټو په مهمو چارو کې يې يو د بل ملاتړ کړی دی.

نوموړي ويلي، بېلاروس به له چين سره د لوړې کچې تګ راتګ نژدې او د اقتصاد، سوداګرۍ او زراعت په برخه کې به ورسره همکارۍ پياوړې کړي او خپلمنځي اړيکې به ورسره لا ټينګې کړي.