شي جين پينګ به د ۲۰۲۴م کال د چين او افريقا د همکاريو په سرمشريزې کې ګډون وکړي
CMG2024/08/23 15:37:07
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ به د سپتمبر په ۵مې نېټې د ۲۰۲۴م کال د چين او افريقا د همکاريزې سرمشريزې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړي.

رئيس شي به د دغې سرمشريزې په ترڅ کې د افريقايي مشرانو او د افريقايي او نړيوالو سازمانونو د استازو د هرکلي لپاره مېلمستيا او اړوند فعاليتونه ترسره کړي.