په ننګرهار کې د چاودنې له امله ۶ کسان وژل شوي
CMG2024/08/23 10:15:26
شريکول:

د افغانستان په ننګرهار ولايت کې د اګست په ۲۲مې نېټې چاودنه شوې، چې له امله يې ۶ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د پوليسو وياند خبري رسنيو ته ويلي، چې چاودنه د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې پر یو رېنجر موټر شوې او ۶ کسان پکې وژل شوي دي.

نوموړي وياند ويلي، چې ياد موټر له نورستان څخه د ننګرهار دره نور ولسوالۍ ته روان و، چې د سړک غاړې بم پرې چاودلی دی.

په وژل شويو کې د نورستان د یوې مدرسې ۴ شاګردان  او ۲ ښوونکي شامل دي.