د لوړې سويې ورخلاصون په مټ د نړۍ د مستعدو کسانو راجلبول
CMG2024/08/23 15:17:56
شريکول:

د چين د کډوالو ملي ادارې مرستيال ليو های تاو د اګست په ۱۹مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد به يې په کوردننه د مستعدو کسانو د کار او ژوند، دايمي استوګنې او د چيني تابعيت د ترلاسه کولو په پار لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي، څو په چين کې پر دايمي پرمختګ د دوی باور پياوړی شي.

دا د چين لخوا د لوړې سويې ورخلاصون په پار د مستعدو کسانو د راجلبولو وروستي اقدامات دي. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د روان کال په پيل کې د دغې مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د ۱۱مې ډله ييزې زده کړې د مشرۍ پر مهال ويلي، چې هېواد به یې د نوي کيفيت توليدي ځواک ته د پرمختګ ورکولو په غوښتنې سره د ښوونې، علم او تخنيک او مستعدو کسانو ترمنځ سالم دوران پرمخ بوځي او د مستعدو کسانو د روزلو، جلبولو، ګومارلو او مناسب تګ راتګ کاري ميکانيزم بشپړ کړي.

له تېرو څو کلونو راهيسې په ټولې نړۍ کې د لوړې کچې مستعدو کسانو په تګ راتګ کې ستر بدلونونه راغلي دي. د يوې نابشپړې احسائيې له مخې، له تېرو ۲ کلونو راهيسې څه باندې ۱۴۰۰ چيني اصله امريکايي سيانسپوهان د کار لپاره له امريکا نه بېرته چين ته ستانه شوي او ۱۰۷۴ تنه بهرني لوړ پوړي مستعد کسان د دندې په پار چين ته تللي دي.

مستعد کسان د هېواد د پرمختګ تر ټولو مهمه قوه بلل کېږي. ولې امريکا له يو ۳ ميليونه نفوس لرونکي کوچني هېواد څخه اوسنی ځواکمن هېواد ګرځېدلی؟

مرکزي او عمده لاملونه يې له مختلفو هېوادونو څخه د مستعدو کسانو راجلبول دي.

امريکا د برېتانيې، فرانسې، جرمني او ايټاليې په شمول له مختلفو هېوادونو څخه کډوال او مستعد کسان ځان ته راجلب کړل او په ۱۹۰۰ کال کې يې نفوس ۷۶ ميليونو ته ورسید، برېتانيا يې شاته کړه او د نړۍ لومړی لوی صنعتي هېواد وګرځېد.

امريکې د دوهمې نړيوالې جګړې په موده کې له اروپا نه زيات شمېر سيانسپوهان راوغوښتل او پر دندو يې وګمارل، چې پر مټ يې ډېر ژر د نړۍ په لومړي لوی تخنيکي هېواد بدل شو.

نن ورځ چين په نړۍ کې د اينجينيرۍ تر ټولو لوی ښوونيز سيسټم لري، په ۲۰۰۰م  کال کې یې د اينجينيرانو شمېر ۵.۲۱ ميليونه او په ۲۰۲۰م کال کې یې ياد شمېر تر ۱۷.۶۵۳ ميليونو پورته شو او کلنی منځنی زياتوالی يې کابو ۶.۳ سلنې ته رسېدلی او په ټولو کاري ځواکونو کې د اينجينيرانو کچه يې د ۲۰۰۰ کال له ۰.۷۱ سلنې نه د ۲۰۲۰ کال ۲.۲۳ سلنې ته پورته شوې ده او دغه راز په ځينو لوړ پوړيو کچو کې د چين علمي او تخنيکي کارکوونکي هم مخ په ځوانېدو دي.

د امريکا د يوې شمېرنې له مخې، د دغه هېواد د هوايي چلند او فضايي چارو ادارې د کارکوونکو منځنی عمر کابو ۵۲ کاله دی او د امریکې د دغو کارکوونکو ياد عمر ته په کتو، په ورته چارو کې د چين د علمي ډلې کارکوونکي نسبتاً ځوانان دي. د چانګ ای په نوم د چين سپوږمۍ اکتشافي پروژې کې د ټولو کارکوونکو منځنی عمر ۳۳ کاله ښودل شوی دی.

چين له يوې خوا د هېواد دننه ښوونيزو چارو او د مستعدو کسانو روزلو ته خورا اهميت ورکوي او پخپله يې هم زيات شمېر ځوان تخنيکي کارکوونکي روزلي دي او له بلې خوا د نړۍ د تر ټولو لوی صنعتي او زيات نفوس لرونکي هېواد په توګه د اغېزمنو تګلارو په پلې کولو سره د ټولې نړۍ غوره مستعد کسان ځان ته راجلبوي.

مستعد کسان د يو هېواد د نوښتي پرمختګ کيلي ده. د چين اړوندې حکومتي ادارې اوس په دې هڅې کې دي، چې د کډوالو د اړوندو تګلارو په بشپړولو سره د لوړې سويې ورخلاصون پرمخبوزي او د بهرنيو مستعدو کسانو په راجلبولو سره د نوي کيفيت توليدي ځواک ته پرمختګ ورکړي.