د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د ملګري دنګ شياو پينګ د زوکړې ۱۲۰مه کليزه ولمانځله
CGTN2024/08/23 09:43:24
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د اګست د ۲۲ مې نېټې په سهار په پلازمېنې بېجینګ کې د خلکو لوی تالار کې د ملګري دنګ شياو پينګ د زوکړې ۱۲۰مه کليزه ولمانځله او د دغه ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جین پينګ پکې مهمه وينا وکړه.

نوموړي په خپلې وينا کې له ګوندي غړو غوښتي، چې د دنګ شياو پينګ لخوا پیل شوو چيني سوسیاليستي چارو ته دوام ورکړي او دا چاره يې د هغه د يادونې تر ټولو ښه لاره بللې ده.

شي جين پينګ د هېواد يووالی د ماو ځه دونګ او دنګ شياو پينګ په ګډون د پخوانيو انقلابيانو ارمان او د هېواد په لر او بر کې د ټولو چينايانو ګډه هيله بللې او په ټينګار یې ويلي، چې چينايان باید (( يو هېواد او دوه نظامونه)) پاليسي په هراړخيزه توګه پلې کړي، د هېواد له پرمختګ سره د هانکانګ او مکاو له پيوستون او هغو هڅو څخه، چې د لاښه پرمختګ لپاره کيږي، ملاتړ وکړي او دغه راز د يو چين پېژندنې اصل او هغه اجتماع ته، چې له تايوان سره يې په ۱۹۹۲م کال کې کړې، دوام ورکړي، د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د سوله ييز پرمختګ لپاره باید هڅې وکړي، د تايوان له بېلتون غوښتونکو سره باید کلک مخالفت وکړي او د هېواد ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا باید وساتي.