د چين د سمندري ځواکونو طبي بېړۍ جنوبي افريقا ته ورسېده
CMG2024/08/23 14:44:15
شريکول:

د هه پينګ فانګ جو په نوم د چين د سمندري ځواکونو طبي بېړۍ، چې د (( ۲۰۲۴ –همغږې دنده)) پر غاړه لري، د اګست په ۲۲مې نېټې جنوبي افريقا ته رسېدلې او ټاکل شوې، پرسونل به یې هلته ۷ ورځې پاتې او د ځايي وګړو لپاره به طبي خدمتونه برابر کړي.

دا جنوبي افريقا ته د نوموړې بېړۍ لومړی سفر دی.

دغه طبي بېړۍ به د عمده ډګر په کارولو ځايي خلکو ته طبي خدمتونه برابر کړي او د دې ترڅنګ به ځايي روغتونونو ته د ناروغيو د تشخيص او معالجې او د کارپوهانو ترمنځ د مسلکي تبادلې لپاره طبي ګروپ وليږي.

د (( ۲۰۲۴ – همغږې دندې)) لارښوونکي به د جنوبي افريقا له پوځي او حکومتي چارواکو سره لېدنې ولري او د دغه هېواد زيات چارواکي به نوموړې بېړۍ کې په فعاليتونو کې ګډون وکړي.