لي چيانګ د بېلاروس له صدراعظم سره وکتل
CMG2024/08/23 11:07:35
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د اګست د ۲۲مې نېټې په ماسپښين د  بېلاروس په پلازمېنې مينسک کې د دغه هېواد له صدراعظم رومان ګولوفشينکو سره کتلي او پر يو لړ مسئلو یې ورسره خبرې کړې دي.

نوموړي له خپل بېلاروسي سیال سره په خبرو کې ويلي، چې چين له بېلاروس څخه د اساسي ګټو د ساتلو په پار ټينګ ملاتړ کوي، ملګرتيا او دوستي ورسره پالي، خپلمنځي اړيکو ته به یې په لويه کچه پرمختګ ورکړي او په بېلا بېلو برخو کې به ورسر همکارۍ ژورې او د عصري ابادۍ چارې به یې پياوړې کړي.

رومان ګولوفشينکو ويلي، چې بېلاروس غواړي د چين ښه دوست او همکار  وګرځي او د يو چين پېژندنې اصل به وساتي.

نوموړي ويلي، بېلاروس به له چين سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې ګډې نظريې پلې او خپلمنځي تګ راتګ به ورسره ژور کړي او د کمربند او لارې په چوکاټ کې به د سوداګرۍ او تخنيکونو په شمول په ډېرو برخو کې ورسره همکارۍ وکړي.

لي چيانګ او رومان ګولوفشينکو د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ د چين او  بېلاروس د تخنيک ـ نوښت پېل په رسمي ډول اعلان کړ.

د دواړو هېوادونو صدراعظمو تر خبرو وروسته د چين او  بېلاروس ګډه اعلاميه لاسليک کړه او په يوې خبري ناستې کې يې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل.