د جنوبي افريقا سرپرست ولسمشر: حکومت به يې له چين سره ډيپلوماسۍ کې پر دوستانه پاليسۍ ټينګار وکړي
CMG2024/08/23 14:43:29
شريکول:

د جنوبي افريقا سرپرست ولسمشر پاول ماشاټيلا د اګست په ۲۲مې نېټې د دغه هېواد په پلازمېنې پروتوريا کې د چين د نوي سفير وو پنګ د باورليک د منلو پرمهال ويلي، چې د جنوبي افریقا او چين ترمنځ دوستي اوږد تاريخ لري او حکومت به يې له چين سره پر له پسې دوستانه تګلارې غوره او عملي کړي. نوموړي هيله ښودلې، چې له چين سره د اقتصاد، سوداګرۍ او هنر همکارۍ پياوړې کړي او دوه اړخيزو اړيکو ته ورسره پرمختګ ورکړي.

وو پينګ ويلي، اوسمهال د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د اړيکو طلايي زمانه پيل شوې او د دغو اړيکو خونديتوب او ټینګښت نه يوازې د دواړو هېوادونو له اصلي او دايمي ګټو سره سمون لري، بلکې د نړيوالې سولې او ثبات لپاره به هم مثبت قوت برابر کړي.

په جنوبي افريقا کې د چين نوي سفير وو پينګ د تېر جون په ۱۷مې نېټې خپله دنده پېل کړې ده.