تاجکستان او قزاقستان د ملګړیتوب اړيکو تړون لاسلیک کړ
CMG2024/08/24 15:44:57
شريکول:

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د قزاقستان ولسمشر  قاسم توکایف د اګست په ۲۲مې نېټې د تاجکستان په پلازمينې دوشنبه کې د دواړو اړخونو تر منځ د  ملګړیتوب اړيکو تړون لاسليک کړ.

رحمان د دې تړون د لاسليکولو په مراسمو کې ويلي، تاجکستان تل له قزاقستان سره د اړیکو او همکاريو پراختیا ته ‌ډېر اهمیت ورکوي. دواړه هېوادونه به د کرنې، اوبو لګولو، ترانسپورټ او حمل و نقل په چارو کې همکارۍ ژورې کړي.

توکایف ويلي، قزاقستان او تاجکستان د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو ستر پټ قوت لري، دواړو خواوو د سوداګريزو خنډونو د له منځه وړلو او ترانسپورټي همکاريو د پياوړتيا په اړه موافقه کړې ده.