د امريکا ولسمشر جوبایډن د اګست په ۲۳مې نېټې په يوې بيانيې کې ويلي، چې هغه په همدې ورځ د اوکراين له ولسمشر زيلنسکي سره ټلیفوني خبرې وکړې، امريکا به له اوکراين سره د پوځي مرستو نوې بسته شریکه کړي.
نوموړي ويلي، له اوکراین سره د پوځي مرستو په نوې بسته کې د هوايي بريد ضد توغندي، د بې پیلوټه الوتکې ضد تجهیزات او د ټانک ضد توغندي شامل دي.