د چین صدراعظم لي چیانګ د اګست په ۲۳مه نېټه له بېلاروس څخه تر رسمي لیدنې وروسته د ځانګړې الوتکې له لارې بېرته بېجینګ ته راستون شو.
صدراعظم لي چیانګ تر خوځېدو مخکې له خپل بېلاروسي سیال رومان ګولوفشينکو سره د چین او بېلاروس له صنعتي پارک څخه لیدنه کتنه کړې وه. ورپسې ښاغلي ګولوفشينکو په هوايي ډګر کې له لي چیانګ سره مخه ښه وکړه.